انصار: (د تله ۱۶مه)، د پاکستان د حکومت لخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د ناقانونه ګرځولو څو ساعته وروسته د غورځنګ په ملاتړ په سلګونو زدهکوونکو لاریون کړی دی.
پرون د پېښور پوهنتون، ځینو نورو تعلیمي ادارو او ځینې مدرسو زدهکوونکو سپین بیرغونه په لاسونو کې اخيستی وو او دا څنګه ازادي ده، شعارونه یې ورکول. دوی وروسته خيبر ميدان ته ولاړل.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت پرون په يوه فرمان کې په پښتون ژغورنې غورځنګ بنديز ولګاوه او د ترهګرۍ مخنيوي د قانون له مخې يې ناقانونه سازمان وګرځاوه.
تر دې اعلان وروسته د پيټيایم مشر منظور پشتين د اکټوبر پر شپږمه پر خپله رسمي فېسبوکپاڼه د حکومت اقدام سخت ظالمانه وباله. نوموړي لیکلي، "تش په نوم وفاقي حکومت" پر پيټيایم د بندیز په لګولو له "ټولو حدودو تېر" شوی دی.
وفاقي حکومت پر داسې مهال اقدام کړی چې غورځنګ د اکټوبر پر ۱۱مه د پښتون قامي عدالت په نوم يوه جرګه په رېګي للمه کې وربللې ده. پېښور ستره محکمه د درې ورځنۍ غونډې اجازه ورکړې ده.
پيټيایم وايي چې د "پښتنو قامي عدالت" په نوم ناستې ته یې د پاکستان د ټولو پښتون مېشته سیمو سیاستوالان، مشران، فعالان او مهم شخصیتونه وربللي چې پهکې به پښتنو ته د ورپېښو لویو مسئلو د هواري لارې چارې لټوي.
منظور پشتین د اکټوبر پر پنځمه ادعا کړې چې پولیسو د جرګې د مخنیوي لپاره په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې چاپو وهلو ته دوام ورکړی او تراوسه یې د پيټيایم تر ۲۰۰ زیات غړي نیولي دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33792